د شخړو او سولې د مطالعاتو مرکز رسمي اعلامیه

نېټه: ۳ جولای ۲۰۲۵

(ISKP) د شخړو او سولې د مطالعاتو مرکز مشرتابه ته خبر رسېدلی چې یو غیررسمي سند، چې موضوع یې د اسلامي دولت خراسان څانګه

 ده، د یاد مرکز په نوم خپور او په پراخه کچه شایع شوی دی. دا سند د شخړو او سولې د مطالعاتو مرکز  رسمی څېړنیز محصول نه دی. نه د یاد مرکز د مشرتابه له لوري غوښتل شوی، نه د یاد مرکزتر اداري څارنې لاندې نیول شوی او نه هم تأیید شوی دی. همدارنګه د یاد مرکز د څېړنیزې میتودولوژۍ، سمونیزو معیارونو او بنسټیزو او رسمي دریځونو استازیتوب نه کوي. د یاد مرکز د لومړنۍ ارزونې/بیاکتنې له مخې څرګندیږي چې دا تحلیل د یوه پخواني څېړونکي لخوا، په خپل شخصي ظرفیت او له هر ډول رسمي اجازې پرته ، لیکی شوی او خپور شوی دی، چې دغه کار د یاد مرکز د نوم او لوګو د کارولو په تړاو له نافذه کړنلارو او مقرراتو سره ښکاره سرغړونه ده. د شخړو او سولې د مطالعاتو مرکز په رسمي او بشپړ ډول دا غیرمجاز خپرونه ردوي. او یو ځل بیا ټینګار کوي چې یاد مرکز یوازې هغه څېړنې معتبرې ګڼي چې د اړوندو رسمي اداري مراحلو له لارې، د علمي اصولو او څېړنیزې  خپلواکۍ په پام کې نیولو سره، لیکی او خپور شوی وي.